داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د قره ‌باغ ولسوالۍ د مشکي سیمې څخه د قرباغ ولسوالۍ تر مرکز پورې د سړک د ترمیم او داغګیرۍ پروژه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۲:۰     شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۲:۰      
داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د قره ‌باغ ولسوالۍ د مشکي سیمې څخه د قرباغ ولسوالۍ تر مرکز پورې د سړک د ترمیم او داغګیرۍ پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د قره ‌باغ ولسوالۍ د مشکي سیمې څخه د قرباغ ولسوالۍ تر مرکز پورې د سړک د ترمیم او داغګیرۍ پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

علاقمند داوطلبان کولای شي د شرطپاڼې او تخنیکي اسنادو سافټ کاپي د ملي تدارکاتو ریاست له  (https://tenders.ageops.af )  وېبپاڼې او د افغانستان د پرانیستو برېښنايي تدارکاتو له سیسټم څخه ترلاسه کړي.

داوطلبان دې خپل آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو او د تدارکاتو له اصولو سره سم، په مهر او تړل شوې بڼه، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۵/۲۴ هـ.ش نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.

ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفرونو د پرانیستې غونډه به د۱۴۰۵/۵/۲۴ هـ.ش نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ټولګټو وزارت مقر په جومات کې ترسره شي.