د عدليې وزارت لیدلوری

د عدليې وزارت لیدلوری

د اسلامي شریعت پر اساس د حقوقي نظام ټینګښت، بشپړتیا او د افغانستان په ګوټ ګوټ کې عدالت ته لاسرسی

01 / 01

د وزير بیانیه
شيخ الحدیث عبدالحکيم شرعی

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله وحده والصلاة والسلام علی من لانبي بعده، أما بعد! فأعوذ بالله من الشيطان الرجيم، بسم الله الرحمن الرحيم (اِنَّ اللهَ يَأْمُرُکُمْ أَنْ تُؤَدُّ الْأَمَانَاتِ اِلَی أَهْلِهَا وَ اِذَا حَکَمْتُمْ بَيْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْکُمُوْا بِالْعَدْلِ. الآية و في موضع آخر: اِعْدِلُوْا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَی.الآية د عدليې وزارت بلکې ټول ارګانونه د محتوی له مخې ډېر ژور او اړين نوښت ته اړتيا لري، ځکه چې په تېره شل کلنه دوره کې ټولې ادارې او ارګانونه د فساد، رشوت او د خلکو د زورونې د مرکزونو په توګه کارېدل، د اولس سره عدل او انصاف نه کېدو، زورواکي او واسطې وې چې حق حقدار ته نه سپارل کېدو، د هيچا مال، عزت او ناموس خوندي نه و،

شيخ الحدیث عبدالحکيم شرعی

د عدليې وزارت محترم سرپرست

د ۱۴۰۰ کال د وږي ۱۸ - د معرفي په مراسمو کې

خدمات

د افغانستان د عدلیې وزارت نه یوازې د قانون د حاکمیت د پیاوړتیا لپاره کار کوي، بلکې خلکو ته مهم حقوقي خدمتونه هم وړاندې کوي. په دې خدمتونو کې د قوانینو ترتیب او ارزونه، د ټولنو او بنسټونو ثبت، د حقوقو ساتنه، او د عدلي او حقوقي پوهاوي پراختیا شامله ده. دا وزارت هڅه کوي چې خپل خدمات په شفاف، اغېزمن او د لاسرسي وړ ډول وړاندې کړي، ترڅو هر وګړی وکولای شي په ډاډ سره له عدالت او قانوني خوندیتوب څخه ګټه واخلي.



دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۰
د کارموندنې خبرتیا

د کارموندنې خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق، د اصلاحاتو د راوستلو او د سالمې ادارې د رامنځته کولو، اهل کار ته د کار د سپارلو، د ژمنو او اغېزمنو بشري ځواکونو د جذب او استخدام په موخه د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مالي او اداري چارو ریاست د خدماتو آمریت اړوند د اړتیا وړ د قراردادی (بالمقطع) برقی (د تعمیراتو ویرنکار) تخنیکي، فني او حرفوي یو بست له ۱۴۴۷/۱۲/۲۷ څخه تر ۱۴۴۸/۱/۷ هـ.ق نېټې پورې چې د ۱۴۰۵/۳/۲۳ تر ۱۴۰۵/۴/۲ هـ.ش نېټې سره سمون خوري د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۲:۰
د کارموندنې خبرتیا

د کارموندنې خبرتیا

د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو په منظور د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، د ژمن او وړ بشري ځواک د جذب او استخدام لپاره د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د ( انسجام د ډیجیټلي سیسټم کارپوه) د څلورمې رتبې یو بست له ۱۴۴۷/۱۲/۲۸ څخه تر ۱۴۴۸/۱/۸ هـ.ق نېټې پورې چې د ۱۴۰۵/۳/۲۴ تر ۱۴۰۵/۴/۳ هـ.ش سره سمون خوري د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۲:۰
د کارموندنې خبرتیا

د کارموندنې خبرتیا

د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو په منظور د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، د ژمن او وړ بشري ځواک د جذب او استخدام لپاره د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست اړوند د (د انسجام د ډیجیټلي سیسټم آمر) د درېیمې رتبې یو بست له ۱۴۴۷/۱۲/۲۸ څخه تر ۱۴۴۸/۱/۸ هـ.ق نېټې پورې چې د ۱۴۰۵/۳/۲۴ تر ۱۴۰۵/۴/۳هـ.ش سره سمون خوري د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۲:۰
د داوطلبۍ خبرتیا

د داوطلبۍ خبرتیا

د عدليې وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د وزارت د اړتیا وړ د (۷۹) قلمه مطبوع او غیر مطبوع قرطاسیې د تدارک پروژې په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د شرطنامې یو نقل د اعلان د خپریدو له نېټې څخه تر ۱۵ تقویمي ورځو پورې د دغه وزارت د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي. د آفر پرانیست غونډه د ۱۴۰۵/۴/۸ نېټه د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د عدليې وزارت د تدارکاتو په آمریت کې ترسره کېږي. ناوخته رارسیدلې او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۲:۰
د داوطلبۍ خبرتیا

د داوطلبۍ خبرتیا

د عدليې وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د وزارت د اړتیا وړ د چمن جوړولو او د یو پایه توغ (بیرغ) نصبولو پروژې په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د شرطنامې یو نقل د اعلان د خپریدو له نېټې څخه تر ۱۰ تقویمي ورځو پورې د دغه وزارت د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي. د آفر پرانیست غونډه د ۱۴۰۵/۴/۳ نېټه د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د عدليې وزارت د تدارکاتو په آمریت کې ترسره کېږي. ناوخته رارسیدلې او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۲:۰
د داوطلبۍ خبرتیا

د داوطلبۍ خبرتیا

د عدليې وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د وزارت د اړتیا وړ د ګازو د زېرمتون جوړولو او وېشلو پروژې په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د شرطنامې یو نقل د اعلان د خپریدو له نېټې څخه تر ۱۵ تقویمي ورځو پورې د دغه وزارت د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي. د آفر پرانیست غونډه د ۱۴۰۵/۴/۷ نېټه د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د عدليې وزارت د تدارکاتو په آمریت کې ترسره کېږي. ناوخته رارسیدلې او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.



عکسونه او ویډیوګانې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۲۰

د افتاء او قضاء د تخصص د فاضلانو په فراغت غونډه کې دمحترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي ځینې توصیې

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۲۳

د عدلیې وزارت د حقوقي مشورو مرکز د ۱۸۸ وړیا اړیکې شمېرې سره فعال کړی دی

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۰

د عدلیې وزارت د انګړ د ښکلا او پاکوالي انځورونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۱

په کابل ښار کې د امید سبز ښارګوټي په نوم څه باندې ۱۵۰۰جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي حکم په اساس امارتي ثابته شوه