د کلاوډ زیربنا د امنیت او ساتنې پروژې د قرارداد د ورکړې پرېکړې اعلان
د پیل نیټه
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۲:۰
د ختمیدو نیټه
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۲:۰
ځای
کابل
تشریح
په دې وسیله، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د کړنلارې له مخې، د عامو خلکو خبرتیا ته رسېږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کلاوډ زیربنا د امنیت او ساتنې پروژه د کابل ښار، د تایمني دویم سړک کې مېشت د مایکرو سیسټمس د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ خدماتو شرکت ته د اته میلیونه او درې سوه زره (۸,۳۰۰,۰۰۰) افغانیو په ټولیز ارزښت د ورکړې پرېکړه کړې ده.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) کاري ورځو پورې، د خپلو دلایلو سره یوځای، په لیکلې بڼه د تدارکاتو ریاست ته، چې د ۱۸ منزله ودانۍ په ۱۴م پوړ کې مؤقعیت لري، د تدارکاتو د اصولو له احکامو سره سم وړاندې کړي.
دا اعلان د قرارداد د عقد په معنا نه دی، او تر هغه چې پورته یاده شوې موده بشپړه نه شي او ورپسې قانوني مراحل بشپړ نه شي، قرارداد به نه لاسلیک کېږي والسلام.
الحاج حافظ محمد امین جان "عمري"
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري معین
ورته داوطلبی

د معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د ابتکار او آسانتیا مرکز لپاره د کلني مصنوعي ځیرکتیا د روزنې او د کارونې وړ وسایلو (یوزرونو) د تهيې او پېرودلو پروژې د قرارداد د ورکړې پرېکړې اعلان

د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د اړتیا وړ دفتري تجهیزاتو (مېز، څوکۍ، المارۍ، کوچ او پکې) د تهيې او تدارک پروژې د قرارداد د ورکړې پرېکړې اعلان
کابل

اعلان تدارکاتی
location_here