د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د اړتیا وړ دفتري تجهیزاتو (مېز، څوکۍ، المارۍ، کوچ او پکې) د تهيې او تدارک پروژې د قرارداد د ورکړې پرېکړې اعلان
د پیل نیټه
سهشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۰
د ختمیدو نیټه
سهشنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۲:۰
ځای
کابل
تشریح
په دې وسیله، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د کړنلارې له مخې، د عامو خلکو خبرتیا ته رسېږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خپلو اړتیاوو وړ دفتري تجهیزاتو (مېز، څوکۍ، المارۍ، کوچ او پکې) د تهيې او تدارک پروژه د کابل ښار د نهمې ناحیې، د عبدالحق شهید څلورلارې کې مېشت النور حبیب لمیټډ شرکت ته د اووه سوه یو زره او پنځه اتیا (۷۰۱,۰۸۵) افغانیو په ارزښت د ورکړې پرېکړه کړې ده.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) کاري ورځو پورې، د خپلو دلایلو سره یوځای، په لیکلې بڼه د تدارکاتو ریاست ته، چې د ۱۸ منزله ودانۍ په ۱۴م پوړ کې موقعیت لري، د تدارکاتو د اصولو له احکامو سره سم وړاندې کړي.
دا اعلان د قرارداد د عقد په معنا نه دی، او تر هغه چې پورته یاده شوې موده بشپړه نه شي او ورپسې قانوني مراحل بشپړ نه شي، قرارداد به نه منعقد کېږي.
والسلام
الحاج حافظ محمد امین جان "عمري"
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري معین
ورته داوطلبی

د معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د ابتکار او آسانتیا مرکز لپاره د کلني مصنوعي ځیرکتیا د روزنې او د کارونې وړ وسایلو (یوزرونو) د تهيې او پېرودلو پروژې د قرارداد د ورکړې پرېکړې اعلان

د کلاوډ زیربنا د امنیت او ساتنې پروژې د قرارداد د ورکړې پرېکړې اعلان
کابل

اعلان تدارکاتی
location_here