په بلخ ولایت کې له ۷ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

په بلخ ولایت کې له ۷ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۰۵ غبرگولی ۱۹

په بلخ ولایت کې له ۷ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د شمال زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د ذوالحجې د میاشتې په ۸مه نېټه د ‌شنبې په ورځ د بلخ ولایت د مرکز، مزار شريف ښار اړوند په پنځمه ناحیه کې  له ۷ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، د ثبت کتابونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.

مؤظف پلاوي، د یادو دارالوکالو په فعاليتونو کې یو شمېر نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د یادو ستونزو او نیمګړتیاوو د لرې کولو په برخه کې یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.

د شمال زون د مدافع وکيلانو آمريت په دوامداره توګه د هېواد په شمال ولایتونو کې له دارالوکالو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو له غير قانوني فعالیتونو څخه مخنيوی وشي.