افغان تیلیکام

دنشر تاریخ سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۲:۰     د ختمیدو تاریخ دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۱۲:۰       کابل

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د ۲ فقرې په اساس خبر ورکول کیږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، د ۱۴۰۲ کال لپاره د دې وزارت ودانیز بیا رغونې پروژې (د الماریو جوړولو، پارکیټ فرشونو او د ۱۸ پوړیزې ودانۍ ۶، ۷، ۱۲ او ۱۴ مو پوړونو د رنګولو) د قرارداد، د آرین احمدزی شرکت ته چې د کابل ښار د بګرامیو ولسوالۍ په حسن خیلو کې موقعیت لري، د پنځه میلیونو نه سوه او اته څلویښت زره شپږ سوه اته شپیته اعشاریه شپږ سوه او پنخه دیرش(۵۹۴۸۶۶۸.۶۳۵) افغانیو په ارزښت وړکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې اعتراضونه لري کولای شي د دې خبرتیا خپریدو له نیټې څخه تر اوه تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي بڼه د دلیلونو سره یوځای د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.

دا خبرتیا د تړون معنی نلري او د پورته ذکر شوي نیټې او د قرارداد د قانوني مرحلو تر بشپړیدو پورې به نه لاسلیک کیږي.

په درنښت

الحاج مولوی نجیب الله " حقانی"

د مخابرات او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر


Copyright © MCITTerm'`s of PrivacyFAQ