د مخابراتي شبکو د (۲۳) آنتنونو چي خاوندان یي معلوم ندي د راټولولو خبرتیا
خپور شوی
۲۰ تله ۲۰۲۳
تشریح
د وزارت د محترم مقام په لارښوونه او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مالي بورډ د ۳/۱۷/۱۴۴۴ نیټې د دوهمې غونډې د پریکړې پر بنسټ، د نیکسا تخنیکي ټیم د مخابراتي شبکو (۲۳) آنتنونه چې د مخابراتو وزارت د ودانۍ د اته لسم او پنځم پوړونو په بامونو کې نصب شوي وو او مالکین یې معلوم ندي لرې شوي دي، او اوسمهال د نکسا په فتر کې موجود دي.
څرنګه چې د يادو شويو آنتنونو خاوندان معلوم نه دي، نو د وزارت د محترم مقام د ۱۴۴۴/۵/۱۳ نيټې د حکم له مخې، د راټولو شويو آنتنونو موضوع دې خبرتيا ته سپارل کیږي، ترڅو خاوندان يې خبر، او تر ۱۴۴۴/۶/۵ پورې د نکسا دفتر ته ورشی او خپل آنتنونه ترلاسه کړي.
که نه نو، ياد شوي آنتنونه به د سمې ګټې اخيستنې په موخه د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت ته انتقال شي، او خاوندان به يې د شکايت حق ونه لري.
احمد فواد سایق
د معلوماتي ټکنالوجۍ زیربناوو لوی رئیس
اړوند اعلانونه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د (۸۰) تخنیکي بستونو د تحریري آزموینې د پایلو خبرتیا
کابل
د پُستي خدمتونو د تنظیم اداره (اپرا) خبرتیا............................................................
کابل
د هېوادوالو د فیسبوک پاڼو د هک کولو په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت خبرتیا
کابل