اعلانونو ته بیرته
اعلانفعال

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت سره د ځانګړي سرور د خدمتونو د وړاندې کولو د قرارداد لاسلیک

خپور شوی

۲۲ تله ۲۰۲۶

تشریح

د معلوماتي ټکنالوجۍ د خدمتونو د وړاندې کولو ریاست د بازارموندنې د خدمتونو آمریت د ۱۴۰۵ هـ ش کال د غویی په میاشت کې، د ځانګړي سرور د خدمتونو د وړاندې کولو قرارداد د (۷۰۸,۶۰۰) افغانیو په مجموعي ارزښت سره د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت سره لاسلیک کړی دی.

دا اقدام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د موخو د تحقق په لړ کې، چې پکې د تخنیکي زیربناوو اغېزمن استعمال زیاتوالی او د عوایدو د کچې لوړول شامل دي، ترسره شوی دی والسلام.

انجنیر شهزاده حسین عزیزی
د معلوماتي ټکنالوجۍ د زیربناوو عمومي ریاست وارسی کوونکی

خپور شوی: ۲۲ تله ۲۰۲۶